Header Ads

تازه مطالب

لمانځه مستحبات

د لمانځه مستحبات ۲۴ څلور ویشت دي: 
(۱)کتل د لمونځ کوونکي په ولاړه کې ځای د سُجدې ته.
(۲) کتل د لمونځ کوونکي په رکوع کې خپلوپښوته.
(۳) کتل د لمونځ کوونکي په سُجده کې نرمۍ د پوزې ته.
(۴) کتل د لمونځ کوونکي په ناسته کې خپلې سینې ته.
(۵) د پوره سورت لوستل په هررکعت کې ماسیوا له الحمدلله نه.
(۶) تکبیرد مقتدي په کرارسره بی له کشکولو د همزې نه.
(۷) اېښول دلاسونو پرزنګنونو باندې سره د خلاصولود ګوتو.
(۸) غوړول یعنې برا برول د ملا دې په رکوع کې.
(۹) برابرول د سر دې په رکوع کې له اوږوسره.
(۱۰) پورته کول د سرله سمیع الله سره.
(۱۱) چې کله نیت یانې قصد د سجدې وکړې چې دی کیږدي اول زنګنونه پرځمکه باندې.
(۱۲) چې کېږدي لاسونه خپل په دویم وار پر ځمکه باندې.
(۱۳) ایښودل د پوزې ورسته د لاسونو نه.
(۱۴) ایښودل د تندي په سُجده کې ورسته د پوزې نه.
(۱۵) چې لیرې به ساتي(نس)یا(ګېډه ) له ورنونو خپلو څخه اوښځه به (نس) یا(ګیډه) نښلوي له ورنونوسره په سُجده کې 
(۱۶) مخامخ به کړې ګوتې د پښو خپلې قبلې ته.
(۱۷) چې پورته کړي سرخپل په تکبیرسره.


(۱۸) تسبیح لوستل په سُجده کې (۳)ځله اویا (۵) اویا (۷)اویا(۹) ځله.
(۱۹) پورته کول د لاسو وروسته د پورته کولو د سرنه دي.
(۲۰) چې کله پورته کړي زنګنونه وروسته د پورته کولود لاسونو نه.
(۲۱) هرکله چې پورته شي دد ویمې سُجدې نه دویم رکعت ته  ودې غوړوي چپه پښه او کيني به په چپه پښه.
(۲۲) و د دروي ښۍ پښه اومخامخ دې کړي په طرف د قبلی یانې سرونه د ګوتو د پښو 
(۲۳) ایښودل د لاسونو په  ورنونوباندې چې خلاصې وي ګوتې او التحیات به وایئ په زړه کې هم  او په ‌ژبه سره هم.
(۲۴) چې هرکله فارغ شي له التحیات څخه نو درود د ووائي په رسول صلی الله علیه وسلم باندې اوبیا دې سلام وګرځوي پرهغه چا باندې چې په ښي طرف کې وي، د سړیونه اوحُفظه
ملائکونه وي او دغسې چپ طرف د هم وګرزوي.
 💕💕💕💕💕💕

No comments