Header Ads

تازه مطالب

اسمان لیدل په خوب کې

ابن سیرین وایي: که چا خپل ځان په آسمان کې ولیدلو، په داسې سفر به ولاړ شي چه له امله به یې د نیوی مقام، عزت او کامیابی ورپه برخه شي او که چا ولیدل چه د اسمان په غیږ کې یې پرواز کاوه، د نعمت او برکت په سفر به ولاړ شي، او که یې ولیدل چه اسمان ته پدې نیت ولاړ چې بیا به ځمکې ته نه راګرځی لویې او پاچاهي به پیدا کړي او د یو لوی مقصد په حصول پسې به ولاړ شي او لاس ته به یی راوړي او که یې ولیدل چه مستقیم (سیده) یې پرواز وکړ تر څو اسمان ته ورسید، تاوان او تکلیف به ورته ورسیږي او که یې ولیدل چه له اسمان نه یې اواز واورید، په خیر او سلامتیا دلالت کوي او که یې ولیدل چه چرګ ورسره له اسمان نه خبرې کوي، خوشاله به شي.


No comments