د ویډمټ په مرسته ویدیو ډونلوډ کول
ـ
که غواړئ چې له فېسبوک څخه د VidMate په مرسته ويډيوګانې ډانلوډ کړئ نو لاندې تګلاره غوره کړئ
۱- يو ناکاره يا فالتو فيسبوک اکاونټ پيدا يا نوی جوړ کړئ
۲- وېډمېټ اپليکيشن خلاص کړئ او په اډرس بار کې facebook.com وليکئ او دغه اکاونټ پکې لاګين (دننه) کړئ
۳- اوس د فېسبوک اپليکيشن خلاص کړئ او کومه ويډيو چې غواړئ ډانلوډ کړئ هغه خلاص کړئ
۴- له ويډيو نه ښکته د Share علامه کېکاږئ، تاسو ته څو آپشنه راځي، تاسې Copy Link کېکاږئ
۵- د فيسبوک په صفحه ښي لاس ته ښکته يوه سره تڼۍ (د ډانلوډ علامه) راځي هغه کليک کړئ
۶- تاسو به د وېډمېټ اپليکيشن خلاص شي، هلته د خپلې خوښې ويډيو کواليټي يا کيفيت انتخاب کړئ او Download. کېکاږئ نو ډانلوډ به شروع شي
ډانلوډ شوې ويډيو تر بشپړېدو وروسته پخپل موبايل ګالري کې موندلی شئ
نوټ: کومه ويډيو چې تاسې غواړئ ډانلوډ کړئ بايد Public اوسي. که غواړئ هغه ويډيوګانې چې په ګروپونو کې دي يا ستاسو کوم ملګري Friends دپاره خپور کړی وي ډانلوډ کړئ نو ستاسې دغه نوې ايډي بايد هغه ګروپ کې موجود اوسي او يا هم ستاسو ملګری په دغه ايډي کې هم اډ اوسي.
No comments