د ویرسونو مخنیوي
په ډيجيټلي او کمپيوټري نړۍ کې هېڅوک هم له وايرسونو په امان کې نه دي. هره ورځ نوي وايرسونه پيدا کيږي او زمونږ کمپيوټرې ټارګيټ کوي.
يو له دغو وايرسونو د RootKit په نوم دی چې نوموړی وايرس په کمپيوټر کې ځان له انټي وايرس څخه پټوي او انټي وايرس نشي کولی دغه وايرس پيدا کړي.
ددې وايرس د پاکولو او ړنګولو لپاره مونږ د Rescue USB Drive اړتيا وينو چې دغه Rescue USB Drive مونږ له دې وايرس ژغوري.
د ژغورونکي يو ايس بي ډرايو جوړول ډېرې تګلارې لري چې تاسو سره به يو په يو په پوسټونو کې شريک کړم.
تر ټولو بهترين د کسپرسکای ژغورونکی يو ايس بي ډيسک (Kaspersky Rescue Disk) دی چې ډېر مؤثر دی او اسانه هم جوړيږي.
تګلاره:
۱- يو USB فلش چې له 1GB څخه کم و نه اوسي، له کمپيوټر سره ونښلوئ
۲- ګوګل کې Kaspersky Rescue Disk ولټوئ او ډانلوډ ېې کړئ چې دغه فايل به په ISO فارمټ کې وي
۳- ډانلوډ شوی فايل په فلش کې بوټيبل Bootable کړئ (د بوټيبل کولو طريقه راتلونکي پوسټ کې وګورئ)
۴- خپل کمپيوټر ريسټارټ کړئ او د بوټ Boot په دوران کې F11 کيکاږئ
۵- تاسې ته به د کسپرسکای فورم ښکاره شي، هلته Kaspersky Rescue Disk. Graphic Mode انتخاب کړئ
۶- بل فورم خلاصيږي، هلته خپل ډرايوز Scan کړئ
۷- له سکن وروسته ټول وايرسونه تاسې ته په يو ليست کې ښکاري، ټول پاک کړئ. کمپيوټر به مو له ټولو وايرسونو پاک شي.
No comments