اوسني ځوانانو بد عادت
زمونږ دټولنې دځوانانو بد عادات :
2:ځان بې مسولیته ګڼل:
مونږ اکثره د ځان ، کورنۍ او ټولنې په وړاندې ځان بې مسوولیته ګڼو.
اکثره ځوانان دخپل ځان روغتیا، تعلیم او راتلونکې ته پاملرنه نه کوي.
زیات ځوانان دکورنۍ په وړاندې ځان مسوول نه ګڼي،که په کور کې څوک مریض شي ،له حاله یې ناخبر وي، دکور اقتصادي حالت په اړه یا خبر نه وي او یا بې غوري کوي، او په هر حالت دخپلې کورنۍ څخه دجېب خرڅ غواړي.
ځینې ځوانان پدې خاطر چې پوهنتون وایي ، ځان دکورنۍ له ټولو مسولیتونو لرې ساتي او خپل مصارف له کورنۍ په هر ډول چې وي ، اخلي.
دټولنې په اړوند هم له مسولیتونو ځان لرې ساتي،، مثلاََ دنورو په مړي او ژوندي کې ګډون نه کول، په رضاکارانه ټولنیزو فعالیتونه کې ګډون نه کول چې دا دټولو ځونانو مسولیت دی.
هیله ده ټول ځوانان خپل مسولیتونه درک کړي.
No comments