کله چې اشپزحانې ته ورعلم
پرون چې کله له کارځایه بېرته کورته ستومانه راستون شوم او کور ته ننوتم، میرمنې راته وویل تر هغو چې خواړه تیارېږی ته دې خپلې جامې بدلې کړه ستړیا به دې هم ووځي..
همداسي مې وکړل خپلې کوټې ته ننوتم جامې مې بدلې کړي او په خپل کټ پرېوتم لږه شېبه وروسته مې سترګې ورغلې وې، کله چې مې سترګې خلاصې کړي د مازیګر آذانونه ویل کېده، له کوټې ووتم او پخلنځې ته ننوتم میرمن د دسترخوان په چمتوکولو بوخته وه .
خوړو ته کېناستم پوښتنه مې وکړه څه دې پاخه کړي ګرانې؟؟
ځواب یې رانه کړ بیا مې خپله پوښتنه د دویم دریم ځل لپاره تکرار کړه ښه مې پام شو چې ځواب نه راکوي ... حیرانتیا مې په غوسه مخکې شوه، ددې لپاره چې زمونږ د ګډ ژوند په شل کلنه دوره کې دا لمړی ځل و چې میرمن مې زما پوښتنې ته هیڅ پام نه کوي، کتل مې چې ځوی مې پخلنځي ته ننوځي، له هغه مې وغوښتل چې له سړوبی (یخچال) نه یو بوتل اوبه راوړي، د هغه ځواب یې هم د مور په څېر وو هیڅ پروا یې ونه کړه ، د ځوی دې عکس العمل ته حیرانتیا واخیستم زما ځوی چې د ادب او اخلاقو یې متلونه ویل کېده، يه خدایه چې دا څه پېښه ده!!!
له پخلنځي نه مې د وتو هڅه وکړه وامې ورېدل چې میرمن مې ځوی ته وایي: ورشه پلار دې را ویښ کړه چې سباناری تیار دی! وېرې واخیستم، ځوی مې هم د خوب خونې ته ورغی تر څو مې له خوبه را پاڅوي، په لوی کومې مې ورغږ کړ زه دلته یم، هیڅ پام یې راته ونه کړ
یوه شېبه وروسته په منډه سانیولی په داسې حال کې چې له وېرې رپېده راغی مور ته یې ویل: مورې پلار ته مې چې هرڅه نارې وکړي غږ یې راته ونه کړ، حیران شوم دا هلک څه وايي؟
میرمن مې هم په منډه کوټې ته ورننوته تر شایې ماشومانو منډې وهلې په داسې حال کې چې کرېږي او بغارې یې وهلې، زه هم ورپسې شوم، ګورم چې میرمن مې یوه کس ته نارې وهي چې زما پرکټ پروت دی، کټ مټ زما په څېره دی ، زما په رنګ جامې یې په غاړه دي له جامو یې رانیسې زما نوم ورته اخلي هڅه کوي را ویښ یې کړي خو هغه غږ نه کوي.
په خپلو سترګو او غوږو مې هیڅ باور نه کېږی، حیران یم خدایه دا څه وینم او څه اورم زما تر شا او خوا څه تیرېږي؟ دا سړی څوک دی چې کټ مټ زما کاپي ده، دا خلک ولې زما خبرې نه اوري، دوی مې ولې نه ویني، ځوی مې په منډه بهر وه اووت یو شېبه وروسته په داسې حال کې را ننووت چې تر شایې زما ورونه خویندې مور او پلار په ژړا او ساندو راغلل، مور مې هماغه اوده سړی ته ورله غاړې وته په لوی کومې ورته ژاړي، ور لنډ شوم چې را وه یې نیسم او خبرې ورسره وکړم پوهه یې کړم تر څنګ یې ولاړ یم خو زما او دهغې ترمنځ حایل موجود دی، پلار او ورونه مې مخاطب کوم هڅه کوم غږ مې واوري خو هیڅ ګټه نه کوي.
ورونه مې دجنازې د بندوبست لپاره ووتل، پلار مې چوکۍ کې کېناست ژاړي، زه چې ویرې اخستی وم هڅه مې کوله ددغه ویرونکي کابوس نه راویښ شم.
یو کس راغی هماغه زما په کټ پروت سړی یې زما د ورونو په مرسته راپورته کړ غسل او کفن یې ورکړ او په تابوت کې یې کېښوده، ملګري او دوستان ډلې ډلې کورته راننوتل ټولو به مې ویرژلي پلار ته د تسلیت لپاره غاړه ورکوله ورونو ته به مې د صبر غوښتنه کوله او ماته یې د رحمت دعاوې کولې.
بیا یې تابوت پورته کړ او په ښځینه وو پسې یې د کور ور وتاړه د جنازې ځای ته یې د لمانځه لپار ور اووړ، زه هم په منډه په جنازې پسې تلم خلک په صفونو کې ودرېدل، د خلکو په ګڼه ګوڼه او د صفونو ترمنځ پرته له دې چې له چاسره ولګېږم په اسانۍ سره ګرځېدم،
امام لمړی تکبیر ووایه خو ما چیغې وهلې وه خلکو وه کلیوالو وه زما ګاونډیانو تاسو دچا جنازه کوئ؟؟؟
زه له تاسو سره یم خو تاسو نه پوهېږئ
زه تاسو ته نارې وهم خو تاسو یې اورئ نه
زه ستاسو ترمنځ یم خو تاسو مې وینئ نه
کله چې ناهیلی شوم پرې مې ښوده چې جنازه وکړي تابوت ته ورلنډ شوم دهغه ویده سړی له مخ نه مې د کفن څنډه پورته کړه، سترګي یې خلاصې کړې وه یې ویل اوس نو زما دنده پایته ورسېده،،، زه اوس په فنا محکوم شوم خو ته به تل پاتې یې، بیا یې وویل څلوېښت کاله درسره وم خو نن زما ځای خاورې دي خو ته به د حساب تر ورخته پایې..
زه پرته له دې چې پوهېږم په تابوت کې پروت یم خو د هر څه واک مې له لاسه ورکړی، تر شا او خوا خلک هیڅ ځواب نه راکوي. نه د کوم شي د لیدولو ځواک لرم او نه د خوزېدو، هڅه کوم چې څه ووایم خو نه شم کولی.....
یواځې د امام تکبیرونه اورم...
بیا د خلکو زوږ اورم...
وروسته د خاورو درب دروب اورم چې پر ما یې اړوي...
لږ څه وروسته د خلکو د پښو غږ اورم چې ورو ورو لرې کېږي...
پوی شوم چې همدا مې د ژوند پایله ده او کېدای شي پیل وي او د پایلې پیل وي...
اخ دومره اسانه او له مقدمې پرته
ماخو ډېرې وعدې کړېدي
زما خو ډېر کارونه لا پاتې دي چې ترسره یې کړم
ډېر پورونه مې لا نه دي ادا کړي او نه مې لا تر اوسه چاته وصیت کړی چې ادا یې کړي
زه غواړم د خیر د هغو چارو د ترسره کولو وصیت وکړم چې رانه پاتې وو
له هغو منکرو چارو نه مخنیوی وکړم چې په خپلو سترګو مې لیدلي
بیا اورم چې د پښو غږ مې ورو ورو خواته لنډېږي
وای خدایه دا خو لکه چې حساب پیلېږي!!!
دا هماغه څه دي چې په دنیا کې به یې یادونه کېده
دا خو ارومرو نکیر او منکیر دي چې زما لور ته راځي
په قبر کې مې په چیغو چیغو نارې وهلې
رب ارجعون،
رب ارجعون
رب ارجعون لعلي أعمل صالحا فیما ترکت
ای زما ربه ما همغې دنیا ته بېرته ورولېږه چې زه ترې راغلی یم هیله مند یم چې زه به وشاته پرایښې دنیا کې ښه عمل وکړم.
خو د خپل غږ په ځواب کې پرته له دې چې وایي کلا کلا کلا (هیڅکله نه، هیڅکله نه، هیڅکله نه)
په همدې حال کې وم چې نرۍ غږ مې تر غوږو شو چې ویل یې: پلاره پورته شه نارۍ تیار دی
سترګې مې پرانستې ګورم چې لورکۍ مې د زړه ټوټه مې د خپل همیشني عادت لمخې په مسکا راته وایی پلاره پورته شه چې
ډوډۍ سړېږي، په غېږ کې مې راونیوه په تندې مې ښکل کړه او پرې مې ښوده او لاړه
په خپل ځای ناست وم په داسې حال کې چې سخت ویرېدلی وم ټول اندامونه مې رپېدل او په خپلو خولو کې ډوب وم
خپل ځان مې مخاطب کړ، دا دی نفسه اوس بېرته دنیا ته را ولېږل شوې
اوس دې وګورم مخکې له دې چې له دې نړۍ لاړ شې او بیا دې راتله هم نه وي کوم نیک عمل ترسره کوې
همدا شېبه ښه موکه ده چې نیکې چارې ترسره کړې دا د دې لپاره چې
( وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ مَاذَا تَكْسِبُ غَدًا ۖ وَمَا تَدْرِي نَفْسٌ بِأَيِّ أَرْضٍ تَمُوتُ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ)
[سورة لقمان 34
[هیڅ یو نفس نه پوهېږی چې سبا هغه د څه کار کوونکی دی اونه څوک په دې خبر دي چې کومه ځمکه کې هغه ته مرګ راتلونکی دی، یواځې الله په هر څه پوهېدونکی او با خبر دی.]
چې کیسه دې بشپړه کړه نو ولیکه چی ولوستل شوه او د الله له یاد او پر رسول الله صلی الله علیه وسلم له درود وروسته یې د نورو د ګتې لپاره شیر که.
کاپي: پوهنیون
No comments