د حضرت محمد ﷺ اخلاق، د یهودي پر وړاندې!
یوه ورځ نبي کریم ﷺ د اصحابو کرامو په منځ کې ناست وو چې، یو یهودي راغی د خلکو په منځ کې ورتېر شو او په بد اخلاقۍ یې د نبي کریم ﷺ جامو ته لاس واچوه او جامې یې ورڅخه راکش کړې. په غصه یې ورته وویل چې، ای محمده! زما قرض راکړه، تاسو د بني هاشم ټول قوم همداسې یاست چې قرض اخلۍ؛ خو په سمه یې نه اداء کوۍ! نبي کریم ﷺ له دغه یهودي څخه قرض اخیستی وو؛ خو د اداء کولو نیټه یې لا پوره شوې نه وه. کله چې حضرت عمر رضي الله عنه د یهودي بد اخلاق ولیدل؛ نو په تلوار سره په غصه ولاړ شو او خپله توره یې راواخيستله، نبي کریم ﷺ ته یې وویل: ای نبي مبارکه ماته اجازت راکړه چې، د دغه یهودي سر ووهم!
نبي کریم ﷺ عمر رضي الله عنه ته په تبسم وفرمایل: د تورې پر ځای هغه ته د حق اخیستلو طریقه وښایه او ماته د حق ورکولو وصیت وکړه؛ کله چې یهودي د نبي کریم ﷺ دا خبرې او حوصله وکاته؛ نو ویې ویل: ای محمده! زما دې په هغه ذات قسم وي چې، تاسې یې په حق رالیږلي یاست چې، زه هیڅ د قرض په نیت نه یم راغلی او ښه خبر یم چې، د قرض اخیستلو نیټه لا نه ده رسیدلې. بلکي په (تورات) کې ستاسې د نبوت د نښې ټول صفتونه لیکل شوي دي او هغه صفتونه ټول ما په تاسو کې لیدلي دي؛ خو صرف ستاسې دغه یو صفت ما یقیني کوه چې، هغه ستاسو د غصې په وخت حوصله ده. سمدستي یې (اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمد رسول الله) وویل، اسلام یې قبول کړ بیا یې له ډیرې خوشحالۍ څخه وویل چې، هغه قرض د مسکینانو لپاره خیرات کل شو، له هغه یهودي څخه ښه اصحابي جوړ شو. له رسول الله ﷺ سره یې ډیرې غزاوې وکړې، اخر د تبوک په غزا کې په شهادت ورسید، د هغه اصحابي مبارک نوم، زید ابن سعله رضي الله عنه وو، له دې مخکې د یهودو یو عالم وو.
مأخذ: (من قصص اسلام صحابی)
په یوه حديث شریف کې راغلي:
له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله ﷺ وفرمایل: ماته تر ټولو خوښ او په قيامت کې رانږدې هغه څوک دی چې، ښه خوی (ښه اخلاق) ولري.
(رواه الترمذي)
که مو پوره لوستی کمینت کی ولیکی چی ولوستل شوه.
د ثواب په نیت یی شیر کړی
No comments