غسل یا لمبل په خوب کې
که چا ولیدل چی هغه حوض یا د اوبو یو ډم ته د غسل کولو لپاره شوه شی نو که هغه مجرد وه واده به یې وشی
که چا ولیدل چی هغه په ژمی کی په یخو اوبو لمبیږی نو دا د هغه په مرضونو او غمونو دلالت کوی او که یې ولیدل چی په ګرمو اوبو لمبیږی نو دا د هغه په راروان ښه رزق او له مرض څخه په ښه صحت د بدلیدلو دلالت کوی
که چا ولیدل چی هغه د احرام یا ومکی مکرمې ته د تللو یا داخلیدلو لپاره غسل کوی نودا د هغه په خوښیو او د هغه د مرادونو په حاصلولو او د قرض په اداکولو او د هغه په ورک شی د پیداکیدلو دلالت کوی
په پاک او صاف اوبو غسل کول په ګناهونو د توبې ایستلو دلالت کوی او د مور و پلار په رضا او د هغوی سره د ښه سلوک او اخلاق کولو دلالت کوی
که چا ولیدل چی هغه د اختر په مناسبت لمبیږی نو دا د هغه په واده کولو دلالت کوی
که چا ولیدل چی هغه د جنازې ددفن کولو په سبب لمبیږی نو هغه به له بدی لار او بد یارانو څخه لیری شی او که کافر دغه خوب ولیدی نو هغه به مسلمان شی او که لیونی ولیدی هغه به روغ شی
که چا ولیدل چی هغه غسل وکړی او ورپسې نوی جامې واغوندی نو که هغه مریض وه الله ج به شفا ورکړی
او که قرضداره وه هغه به اداشی او که قیدی وه له بنده به ازاد شی او که یې غم یا مصیبت درلود هغه به ختم شی او که غریب وه مالداره به شی
او که یې حج ته اراده وه حاجی به شی او که تاجر یا په بل کاروربار وه خو تجارت یا کاروبار یې نه چلیدۍ تاوانی وه نو هغه به ورته سم شی، د ښه ګټی خاوند به شی او که څوک له یو رتبې څخه لیری شوی وي هغه به بیا په خپله رتبه شی
که چا ولیدل چی غسل وکړی خو جامې ونه اغوندی نو د هغه غم به لیری شی او صحتداره به شی
،
که چا ولیدل چی هغه غسل وکړی خو خیرنی یا زړې جامې واغوندی نو د هغه به غمونه لیری شی خو ورسره غریب به شی
،که چا ولیدل چی هغه د ډیرو خلو په جمع کی غسل یا اودس تازه کوی نو دا د هغه څخه په غلاشوی شی د پیداکیدلو دلالت کوی
No comments