د خوب ليدلو په هکله زړه راښکونکي معلومات
کوم خوبونه چې موږ وينو ډېره برخه یې د تحت شعور څخه راځي، ځينې خوبونه بيا د زمان او مکان له دایرې وزي او ځینې کېدونکې پېښې بيانوي.
زيات خوبونه لنډ وي، سمبولي ماناوې لري، سړی يې د پوره تشریحاتو سره نه شي را په ياد کولی، نو انسان هڅه کوي د نورو سره يې شريک کړي او پوښتنه وکړي تر څو یې په مانا پوه شي.
خوبونه يا خصوصاً بد خوبونه ځکه بايد نورو ته بيان نه شي چې کېدی شي يو منفي تعبير ورڅخه وشي او په دې صورت کې شخص په دې باور کوي، د دې باور په پایله کې د هغه ذهن دې ته تياری نيسي او کله چې پېښه وشي نو خپله وايي چې پلانکي هم همداسې ويلي و، يانې د پېښې لپاره ذهن مخکې ځان تياروي او که یو څه سم روان هم وي د انسان ذهن ورته د منفي سازۍ تخم شيندي.
موږ ډېری کله د خوب يوه ډېره کوچنۍ او خړه پړه برخه په ياد راوړلی شو، که دا نيم خوب چاته ووايو نو هغه لکه د ټوټې شوې روپۍ کومه ټوټه کوم سره نښلولو کې لويه غلطي کولی شي او موږ ته به کوم داسې تعبير راکړي چې اصلاً د خوب سره اړه نه لري او بې ځايه به مو په ذهني حالت کې يوې بدې پېښې ته تيار کړي.
د ديني لحاظه هم د بدو او ناخوښو خوبونو بيانول ښه کار نه دی ګڼل شوی او ورته شېطاني خوبونه ويل شوي.
موږ د خپلو خوبونو ٩٠% سلنه هېروو، کله چې راویښ شو نو په لومړیو پنځو دقیقو کې يوازې پنځوس فيصده خپل خوب را په ياد کولی شو، لس دقیقې وروسته ٩٠% سلنه خوب مو هېر وي.
حتاً ځينې وخت موږ فکر کوو چې هېڅ خوب نه وينو، خو په واقعیت کې موږ خوب ډېری وخت وينو خو دومره لنډ وي يا اصلاً زموږ څخه هېر وي.
په خوب کې ډېری وخت د مثبتو حواسو څخه زيات ډار او منفي حواس حس کېږي، نارينه تر ډېره ٧٠% سلنه نارينه په خوب کې ويني خو ښځینه و کې بيا دا فيصدي يو شی ده.
حېوانات هم کټ مټ د انسانانو په شان خوب ويني، ډېرو علمي څېړنو ثابته کړې چې حېوانات د انسانانو په شکل خوب ويني، حتاً که کله کوم سپی ووينئ چې ويده وي نو خپلو پښو ته حرکت ورکوي لکه يو څوک چې څاري.
موږ په خوب کې تر ډېره داسې کسان وينو چې مخکې مو ليدلي وي، که څه هم کله چې موږ ويښ شو داسې فکر کوو چې دا کس اصلًا نه پېژنم خو واقعیت دا دی چې هغه کس موږ چېرته حتما ليدلی، خو پیژنو به يې نه يا به مو هېر وي.
No comments