بنډۍ د شکرې او پښتورګو لپاره غوره دي
د بېنډيو د خوند، رنګ، ذایقې او رنګا رنګ پخولو په اړه به مو اورېدلي وي، خو دا به مو نه وي اورېدلي چې بېنډۍ د شکرې او پښتورګو لپاره هم ګټورې دي.
د بېنډۍ له ګټو چې خبر شئ، حتماً به يې د خپل خوراک برخه وګرځوئ، ځکه زموږ په هېواد کې هم ډېرې کېږي او خلک يې په ډېره مينه خوري هم، خو کېداى شي ډېرى خلک يې له دې ګټو نه وي خبر.
د خوړو په هکله د هر سړي ذوق مختلف وي. ځینو ته بېنډۍ خوند ورکوي او ځینې یې د سریښ لرلو له امله نه خوښوي، خو پوهان ورته د روغتیایي ګټو په سبب د ترکارۍ اتل يا هم سرلارې وايي.
د امریکا د خوراکي توکو پوهان وایي چې په بېنډۍ کې په زیاته اندازه ویټامینونه، معدنونه، انټي اکسایدونه او نور غذایي توکي شامل دي، چې نه یوازې روغتیا ته ګټه رسوي، بلکې د څو ناروغیو درملنې، په ځانګړي ډول د شکر او پښتورګو لپاره هم ډېرې ګټورې دي.
ویل کېږي چې بېنډۍ د ساه بندۍ څخه د مخنیوي او د کلسټرول په کمولو کې هم مرسته کوي. همداراز د بدن دفاعي سیستم هم قوي کوي.
د خوراکي توکو پوهان وایي چې د بېنډۍ هر ډول پوخ کړى خوراک، سره کړي او یا هم اچار څخه ګټه پورته کولای شئ، د تازه څېړنې تر مخه بېنډۍ د شکرې او پښتورګو لپاره هم ډېرې ګټورې دي.
بېنډۍ په بیلابیلو سیمو کې په مختلفو نومونو سره یادېږي، چې زموږ په هیواد کې هم ډېر نومونه لري. څوک ورته باميه، څوک ورته بينګړۍ وايي، څوک ورته بيا لیوړو او حتا ځینې ورته بامیان هم وایي. دا خواړه په آسیا او افریقا کې ډېر پیدا کېږي، خو ډېره ګټه ترې اروپایان اخلي.
که چیرته زموږ لیکني مو حوښي وی نو هیله کوم زموږ بلاګ درسره فالو کړی تر څو هره لیکنه پر وخت در ورسیږي .
مننه د لوستلو نه
No comments