د مطالعې د ارزښت په اړه د مشهورو پوهانو خبرې ولولئ
*۱- امام غزالي:
*د ښو کتابونو مطالعه زړه بیدار او ژوندی ساتي.*
*۲- فتاوی عالمګیري:*
*که یو غل د مطالعې لپاره کتابونه غلا کړي، نو سزا باید ورنه کړل سي.*
*۳- ویلیم المیري:*
*هر انسان یو پنډ کتاب دی، په دې شرط چې لوست دې زده وي.*
*۴- هشام بن عبدالملک:*
*کاشکې د کورنۍ او شتمنۍ پر ځای راسره کتابونه وای.*
*۵- لارډ میکالي:*
*کاشکې! په کتابتون کې مړ سم.*
*۶- جان برایټ:*
*چې کتابتون ته وګورم، خواشینی سم؛ ژوند دومره لنډ دی، چې له دې ټولو ادبي خزانو څخه خوند نه سم اخېستلای.*
*۷- ګلیډ سټون:*
*کتابتون مې د ارامتیا معبد دی.*
*۸- هیلن کلر:*
*کتابونه مې داسې ملګري دي، چې یوازې هغه خبرې راته کوي، چې ښې راباندې لګېږي.*
*۹- بطلیموس:*
*د عالم سره یو ساعت خبرې کول له لسو کالو مطالعې څخه غوره دی.*
*۱۰- چینایي متل:*
*که تر درېیو ورځو پورې مطالعه ونه کړې په څلورمه ورځ دې خبرې پیکه کېږي.*
*۱۱- سیسرو:*
*انسان له طبیعي منظرو او د کتابو له پاڼو ډېر څه زده کولی سي.*
*۱۲- وایټي:*
*په مطالعې کولو سره به دې مالومات اضافه سي او بل به دې شخصیت په زړه پورې سي.*
*۱۳- تولسي داس:*
*مطالعه د دماغو لپاره داسې ارزښت لري لکه د کنول ګل یې چې اوبو ته لري.*
*۱۴: بېکن:*
*د چا سره د اختلاف او د فصیحو خبرو لپاره مطالعه مه کوئ بلکې د (تللو) او (فکر کولو) په خاطر یې وکړه.
No comments