Header Ads

تازه مطالب

اوبه لیدل په خوب کې

د پاکو اوبو څکل په دی معنی دي چې د ښځې يا اولاد نه به خير وويني
په سپينو اوبو کې لامبل په دې معنی چې غمونه به ورک شي خو که چيرته څوک په غمونو کې ډوب وي.
که څوک ډوبو اوبو ته وغورځېږي نو دغه اوبه ددې دنيا په معنا ده او په کې غورځېدل يې مطلب دا چې ددې دنيا څخه ګټې اخيستل دي.
که څوک وویني چې د اوبو د پاسه ځي نو مطلب دا چې د الله تعالی سره يې اړيکه ښه ده.
که څوک اوبو کې خپل ځان ښه وويني نو مطلب خپلوانو او ګاونډيانو سره به يي ښه رويه وي.
که هلک واده نه وي کړی او جینی واده نه وي کړی او اوبه خوب کې وويني نو واده به يي نژدي شوی وي.
که څوک لوښی کې اوبه واچوي نو مطلب دا چې ښځه به يې حامله شي.

که څوک د ژو ځای نه لکه څاه اوبه را اوباسی نو د غير شرعي لارو څخه د مال راټولولو په معنی دی.
دګرمو اوبو څښل په مشکلاتو او ستونزو کې اخته کېدل دي.
که څوک وويني چې اوبو کې وي او په سخت حالت کې وي نو مطلب دا چې په ستونزو کی به اخته شي.
په خوب کې په کور باران وريدل د يو داسی څه کور ته راتګ دی چې نور تری مايوسه شوي وي.
دتيږو او نورو سختو شیانو باران عذاب دی.
د ګرمو اوبو باران د مرضونو او هلاکت په معنی دی
شنې اوبه د اوږد مرض په معنی هم کيدای شی
په خوب کې ډيري زياتی اوبه څښل د اوږد عمر په معنی دي
منبع ( تفسير ابن سيرين رحمه الله)

No comments