د هیکرانو نوي هڅه
مايکروسافټ کمپنۍ د يو نوي scam خبرداری ورکړی چې د يو ايکسيل فايل په وسيله هېکران ستاسې کمپيوټر او موبايل ته لاسرسی پيدا کوي او ستاسې کمپيوټر يا موبايل تر خپل کنټرول لاندې راولي.
تېره هفته مايکروسافټ کمپنی دا راپور خپور کړ چې د مئ په ۱۲ هيکرانو د Covid-19 Tracker يا د کرونا ځپلو تعقيبوونکي کمپاين په نوم خلکو ته ايميلونه ليږي او په ايميل کې يو ايکسيل فايل هم استوي چې د فايل په خلاصولو Macro کوډ اجرأ کيږي او دغه کوډ ستاسې کمپيوټر يا موبايل ته NetSupport Manager RAT انسټالوي چې دغه رټ ستاسې د کمپيوټر په کنټرولولو کې له هيکرانو سره مرسته کوي.
هيکران دغه ايميل د John Hopkins Center له لوری استوي چې جان د سيستم پوهنې او انجينرۍ مرکز دی او ډېری خلک ګومان کوي چې شايد دا ايميل د جان له لورې دی او د ايميل او فايل په خلاصولو د هيکرانو ښکار ګرځي.

No comments