لېلا او مجنون حقیقت
ايا ليلا او مجنون پېژنئ؟
اکثره څېړونکي په دې نه پوهيږي،چې ليلا او مجنون به په رښتيا هم څوک وو او که هسې يوه افسانه وي خو له نښو،نښانو داسې ،چې ليلا او مجنون به ممکن د اوومې ميلادي پېړۍ په دويمه نيمه کې يانې د اسلام
د پيغمبر(ص) له وفاته شل،دېرش کاله وروسته،د نجد په سيمه کې اوسېدل. دوى په اوله کې مشهور نه وو. خو چې دوه،درې سوه کاله ورباندې تېر شول،نکل يې وار په وار بشپړ شو.
ابولفرج اصفهاني چې کابو يولس سوه کاله پخوا يې ژوند کړى او د (اغاني)په نوم مشهور کتاب مولف دى،په خپل دغه اثر کې د ليلا او مجنون نکل ښه په تفصيل سره راوړى دى او دا ورڅخه ښکاري،چې يولس سوه کاله پخوا دغه کيسه ښه مشهوره وه.
د ډېرو روايتو له مخې ويل کيږي،چې اصلي نوم يې قيس و.له ميين توب او لېونتوبه په مجنون يانې په لېوني ياد شو.دوى دواړه غربيان و،چې د بني عامر له قبيلې څخه و.دا دعربستان د شمال يوه کوچنۍ قبيله وه،چې د نجد او حجاز تر منځ سيمه کې اوسيدله.
نامتو روسى ختيځپوه کراچوفسکي چې ليلا او مجنون په اړه يې ډېره څېړنه کړې ده،د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ليلا او مجنون کيسه ولې دومره مشهوره شوه،وايي:چې مجنون ډېر ښه شاعر و.د ده دمينې د کيسې په شهرت کې لويه برخه لرلې ده.
او کراچوفسکي دغه هم وايي،چې د عربو په جنوبي قبايلو کې د پاکې،رومانتيکې مينې مشهور ميينان تېر شوي وو.
دلته بيا په پښتو ادب او کلچر کې ليلا او مجنون د پاکې مينې سمبولونه دي او ان د بزرګۍ مقام ورکړ شوى دى.په لنډيو کې اورو:
اسمان ته لار د ختو نشته
ليلا مجنون په عاشقۍ ختلي دينه
د ليلا او مجنون کيسه دپښتو شاعرانو د الهام يوه مهمه سرچينه ده.چې يوازې د پښتو کاغ او نوښتګر شاعر خوشال خان خټک په غزلونو کې مجنون نهه دېرش ځله او ليلا اتلس ځله ياده شوې ده.او په پښتو شاعرانو کې تر ټولو لومړۍ بيا سکندر د ليلا او مجنون منظوم داستان ليکلى دى.چې ده د خپل منظوم دوستان په پيل کې ويلي دي:
صد هزار ژڼي زلمي زاړه واړه شول
چا يې نوم په خوله ونه خيست هسې مړه شول
صد هزار ګلرنګه نجونې لکه واورې
د جهان په مخ شوې واړه تورې خاورې
په عرب کې،په مغول کې،په افغان کې
عشق،ليلا مجنون ښکاره کړل په جهان کې
نمر سپوږميه شول د عشق له برکته
په جهان کې به ياديږي تر قيامته
د ليلا او مجنون د مينې د ابتدا په باره کې مختلف روايتونه شته.يو روايت دا دى چې ليلا او مجنون د ماشومتوب په عمر په مکتب کې په يو بل ميينان شول او سکندر خټک وايي،چې مجنون چې کله د غېږې ماشوم و نو د مور په غېږ کې به يې ژړل خو چې کله به ښکلو نجونو به وروراخيست ارام به شو.
د ليلا او مجنون د مينې ابتدا په باره کې د يو بل روايت په اساس دوى دواړو په ماشومتوب کې پسونه څرول او هماغلته يې په يو بل زړه بايلود.(الاغاني)چې زر يولس سوه کاله يو کتاب دى،د مجنون يو شعر دى،مجنون وايي:پر ليلا مې هغه وخت زړه بايلود چې اوبدلې زلفې يې لرلې او همځولي لا نه ورباندې پوهېدل چې تي يې کړي دي.مو ماشومان وو.وري مو پوول اى کاشکې تر ننه پورې نه وري لوى شوي ٶاى او نه موږ.
ليلا
او مجنون به په خپلو کې ډېر سره ليدل او د زړه خواله به يې کوله نو کله چې د دوى ترمنځ مينه رسوه شوه،د ليلا کورنۍ ليلا په کور کښېنوله دغه وخت مجنون له ځان ړوند جوړوي امسا په لاس کور په کور کلي په کلي ګرځي او د ليلا کور ته رسيږي ځان په ځمکه ولي. د ليلا ور پام کيږي،پېژني يې،،نو مور ته وايي،چې له دغه ړونده سره به مرسته وکړم لاره به وروښيم نو په دې ډٶل د يو بل ديدن کوي. سکندر وايي:بل ځل مجنون زاړې جامې واغوستلې چې ليلا وويني،ليلا د دې لپاره چې نورې نجونې پې پوهې نه شي نجونو ته داسې بهانه کوي
وې يې ښه چې څوک خيرات په لاسو خپل کا
د ثواب چارې څوک څه لره په بل کا؟
شايد د ليلا او مجنون د مينې د کيسې همدا واقعيات د رحمان بابا په ذهن کې و، چې فرمايلي يې دي:
که مجنون غوندې په مينه کې صادق شې
د ليلا په دروازه کې دربان نشته
د قيس حال ډېر خراب شو.پلار يې هوښيار ته ورغى،ورته ويې ويل،چې زوى تل اوښکې تويوي او ګرېوان څيروي؛څه وکړم؟هغه ورته وويل:د ليلا د کور يو څه خاوره پيداکړه،د رنجو غوندې يې جوړه کړه، د مجنون سترګې ورباندې توروه،نور به که خداى کول ونه ژاړي او بل دليلا کميس يو تار ومومه،په غاړه کې يې ور واچوه، د ګرېوان له شلولو به لاس واخلي.
د مجنون پلار همداسې وکړل،مجنون نورې اوښکې نه تويولې او ګرېوان يې نه څيره،مګر په نوکونو يې سينه وينې کوله او د ګرېوان په ځاى يې سينه څيرله.
که چیرته زموږ لیکني مو حوښي وی نو هیله کوم زموږ بلاګ درسره فالو کړی تر څو هره لیکنه پر وخت در ورسیږي .
No comments