جادو ختمول
دسحر او جادو علاج
ابن جبرين رحمه الله تعالى فرمایی :
که څوک نظره شوی وی ، او نه پوهیږی چی چا نظره کړیدى . چی د هغه اثر را واخلی ، يا چا باندی د حسد اثر وی .
يا چا باندی د سحر او جادو اثر وی .
_______________________
اوبه دی لوښی کی واچوی او پخپله دی په دی لادینیو ایتونو دم کړی .
1- سوره الفاتحه ( الحمد لله ) اوه ځله.
2- آية الكرسي اوه ځله .
3- د سوره بقری لومړنی پنځه ایتونه . اوه ځله
4- سورة قل یا ایها الكافرون ، اوه ځله
5- سوره الاخلاص ( قل هو الله ) اوه ځله .
6- سوره قل اعوذ برب الفلق اوه ځله .
7- سوره قل اعوذ برب الناس اوه ځله .
همدا اوبه دی وڅکی ، او ځان دی پری ووینځی .اوبه دی مکملی خلاصی کړى ،
همدا کار به دری ورځی هره ورځ دری وخته کوی . یعنی سهار به اوبه دم کړی ، لومړی به یی وڅکی ، او بیا به پرى ځان ووینځی . بیا ماسپښین به همداسی وکړی . او بیا ما ښام . پرلپسی دری ور ځی .
هر ځل چی دا کار کوی . یقین به یی دا وی چی الله شفا ورکونکی ده . او بس
که د نظر تاثیر وى. د حسد تاثیر . د سحر او جادو تاثیر چی چیرته هم وی ، الله به یی لمنځه یوسی .
کمنټ کی د الله ذکر ولیکي او شیر یی کړى . کیدای شی ستا په ذریعه الله ډيرو نظر شویو او جادو شویو ته شفا ورکړی ، او ډیری پدی ستونزه اخته مسلمانان د ناروا درملنی نه راوگرځی ، ځکه حقیقی شفا ور کونکی الله دی ، همغه الله مرضونه پیدا کړی ، او همغه الله یی درملنه کوی .
واذا مرضت فهو یشفین . خدایه ټولو مریضانو ته شفا ورکړی
No comments