Header Ads

تازه مطالب

د خوب لیدلو په اړه مهمه لیکنه

خوب هر انسان ویني، څوک یو ډول څوک بل ډول، خوب د انسان په ژوند کې ډیر ارزښت لري، رسول الله صلی الله علیه وسلم چې ناروغ و مسجد نبوي ته راغی او ویي فرمایل: اي خلکو! تاسو کې به د نبوت نښې او زیري پاتی نه شي مګر نیک خوب چې مسلمان به یې ویني او ورته به ښودل کیږي.
دا حدیث د خوب ارزښت ښيي، په قرآن کریم کې د خوب په اړه ډير ایتونه موجود دي، لکه د ابراهیم علیه السلام خوب د اسماعیل علیه السلام د قرباني کولو په هکله فرمایي، زه خوب کې وینم چې تا حلالوم، همدارنګه د یوسف علیه السلام خوب چې ۱۱ ستوري، لمر او سپوږمۍ وینم چې سجده راته کوي، او داسې نور ډير.
د خوب ډولونه:
خوب په درې ډوله دی.
1. ښه خوبونه: هغه خوبونه دي چې ريښتوني او د الله تعالی له لورې خپل بنده ته زیری ورکوي او ورته ښودل کیږي.
2. نفسي خوبونه: دا خوبونه د هغه څه په اړه وي چې انسان په ویښه ورسره مخ وي.
3. غمجن او ویرونکې خوبونه: دا هغه خوبونه دي چې شیطان انسان پرې خفه او غمجن کوي.
خوب د ډولونو په اړه حدیثونه شته لکه ابي هریرة رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خوبونه درې ډوله دي، ريښتوني او حق خوبونه، د ورځنیو چارو په اړه او غمجن او شیطاني خوبونه.
د خوبونو د تعبیر لپاره باید تعبیر کوونکی لومړی خوب وپېژني چې دا خوب ریښتونی، نفسي یا شیطاني دی، تعبیر یې اړین دی که نه، د خوب له پېژندلو وروسته باید سم تعبیر شي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: هیچا ته خوب مه بیانوه مګر عالم او یا ناصح ته.

خوب باید عالم او یا ناصح ته د سم تعبیر په موخه وویل شي.

No comments