څنګه #نړیوالو_بورسونو ته بریالي کېدلی شو؟
پوهنیار دیپلوم انجنیر صفت الله(بهیج)
کابل پولي تخنیک پوهنتون استاد او د فرانسی سترازبوزګ پوهنتون د دوکتورا محصل
د تحصیلي بورس ترلاسه کولو لپاره د غوښتنلیک بشپړول یو مهم پړاو دی
ډیری زدکوونکي له پوهنتون تر فراغت وروسته په دې فکر کې وي، چې څنګه خپلو لوړو زدکړو ته له هیواد بهر دوام ور کړي.
د دغو چانسونو اړوند معلومات او بورسونو ته ځان چمتو کول هغه چلینجونه دي، چې ډېری زدکوونکي ور سره لاس او ګریوان دي، نو ځکه مې مناسبه وبلله چې په دې لیکنه کې هغه اړین موضوعات راوړم چې پکې زدکوونکي د نړۍ په هر ګوټ کې د سالمې سیالۍ له لارې له بورسونو برخمنېدلی شي.
بورسونو ته د چمتووالي اړوند ګامونه:
۱.تحصیلی اسناد(Educational Documents): د تیرو زدکړو اسناد مو په انګلیسي ژبه تکمیل کړی. که مو زدکړې افغانستان یا بهر کړې وي اسناد مو باید د اړوند هېوادنو د بهرنیو چارو وزارت ټاپه ولري.
۲.ټافل یا ایلیټس(TOEFL or IELTS): زدکوونکي باید د تحصیل وروستيو کې د انګلیسي ژبې نړیوالو ازموینو ته ځانونه چمتو او له فراغت وروسته هرومرو یادې ازموینې ورکړې وي. د یادولو ده چې هر هېواد او هر پوهنتون د نوموړو ازموینو ځانګړی مقدار نومرې غواړي، اما عموما" د ماسټرۍ لپاره د ټافل(۱۲۰/۷۵)، ایلیټس(۹/۶) او دوکتورا لپاره د ټافل(۱۲۰/۸۵)، ایلیټس(۹/۶،۵) نمرې د منلو دي.
۳.هڅوونکی لیک(Motivation Letter): د (۱-۲) پاڼو لیک دی چې مقابل لوري ته واضح کړئ چې ولې مو د لوړو زدکړو تصمیم ونیو او څه وهڅولئ.
هڅوونکی لیک باید لاندې ټکي ولري:
لومړي پراګراف کې ځان بشپړ معرفي کول(شخصي معلومات، زدکړې، کړنې....).
د تحصیلې څانګې اړوند معلومات؛ ولې مو دا څانګه د زدکړو لپاره ټاکلې او له خپلې تحصیلې څانګې سره مو لېوالتیا یاده کړئ.
ولې ټاکل شوي هیواد او پوهنتون ته غوښتنلیک استوئ، د دې اړوند داسې معلومات وړاندې کول چې هڅوونکې بڼه ولري.
په دغه پوهنتون کې د زدکړو هدف روښانول.
کله چې زدکړی بشپړوئ، وروستی پلان مو څه دی او څه غواړی چې اجرا یې کړئ.
د خپل هیواد او بورس ور کوونکي هیواد د اړیکو اړوند معلومات وړاندې کړئ.
څیړنیز معلومات په ځانګړی توګه که نړیوالې مقالې موجودې وي ذکر کړئ.
د خپلو ټولنیزو اړیکو، رهبریت، مدیریت یو څه معلومات وړاندې کړئ.
۴.سپارښتلیک(Recommendation Letter): هغه لیک دی چې ستاسو د تېرو زدکړو استاد او یا هغه اداره چې تاسو پکې دنده اجرا کړې، بورس ورکوونکې ادارې یا پوهنتون ته وړاندې کوي. هڅه باید وشي چې نوموړی لیک له یوې معتبرې ادارې لکه پوهنتون(ملي یا نړیوال) واخیستل شي. پاتې دې نه وي چې دغه لیک باید د استاد یا ادارې لاسلیک او ټاپې ولري او په رسمي ایمیل اړوند بورس ورکوونکې ادارې ته وسپارل شي.
د سپارښتلیک لیکونکی باید ستاسو اړوند لاندې ټکي بیان کړي:
تاسو سره څه ډول، کوم موقف او له کومه وخته اړیکه لري.
ستاسو د تحصیلي او کاري وړتیاوو اړوند بشپړ معلومات.
ستاسو ځینې مهمې ځانګړتیاوې لکه ټولنیزې اړیکې، مدیریت، رهبريت او په مختلفو حالاتو(فشار، ګروپ، یوازیتوب او نور) کې کارکړنه.
خلاصه ویلای شو چې لیکونکی باید بورس ور کوونکې اداره قانع کړي چې تاسو د یادو زدکړو لپاره تر ټولو وړ شخص یاست او په هر ډول شرایطو کې کار کولی شئ.
د سپارښتلیک په ورستیو کې باید د مربوطه استاد مکمل نوم، موقف، موبایل نمبر او برېښلیک پته ولیکل شي.
ځینې ځانګړي ټکي چې په عمومي ډول د دوکتورا او یا د ځینې هېوادونو د ماسټرۍ بورسونو لپاره اړین دي:
۱.لارښوود استاد ته لیک(Letter to Professor): زدکوونکي مخکې له دې چې خپل غوښتنلیک واستوي د دې بورسونو تر چتر لاندې د اړوندو پوهنتونو استادانو ته یو لیک استوي. یعنې هر زدکوونکی باید لومړی په مربوطه پوهنتون کې د ځان لپاره لارښوود استاد(Supervisor) پیدا کړي چې د نوموړي استاد له لارې اړوند پوهنتون ته د داخلیدو لیک(Admission Letter) تر لاسه کړي.
د لارښود استاد پیدا کول هغه لویه ستونزه ده چې ډیری زدکوونکي ورسره مخ دي، ځینې مهم علتونو یې د لیک په محتوا نه پوهیدل، د استاد په اړه د معلوماتو نشتون او نور.
د دې لپاره چې په کم وخت او معتبرو پوهنتونونو کې استاد پیدا کړو، لومړی د پوهنتونو ویبپاڼو ته ننوځو چې د خپلې څانګې اړوند استادانو نومونه او د اړیکو معلومات تر لاسه کړو. وروسته هغه استاد ته ایمیل استوو چې د هغې څیړنې زمونږ د تیرې تحصیلي دورې له کړنو سره سمون ولري.
نوموړی لیک باید لاندې منځپانګه ولري:
د ځان اړوند معلومات(شخصي، زدکړې، څیړنې، مقالې .....).
استاد ته باید د لیک له لارې انګېزه ور کړل شي چې ستاسو څیړنې د هغه له څیړنو سره سمون خوري، تاسو د دوی د څیړنو مطابق یو وړ شخص یاست او راتلونکې څیړنې په ښه ډول مخته بوولی شئ دا ځکه چې تاسو یې بشپړه تجربه لرئ.
استاد ته روښانه شي چې هر ډول شرایطو او حالاتو کې خپل کارونه او څیړنې مدیریت او مخته بوولی شئ.
په ټول کې استاد باید د لیک هره برخه کې وهڅول شي چې تاسو د دغو زدکړو لپاره وړ شخص یاستئ.
له لیک(Email) سره یوځای د ځینو لاسته راوړنو اسناد په ځانګړې توګه بین المللی مقالې واستوئ.
۲.څیړنیز پروپوزل(Research Proposal): کله مو چې لارښوود استاد ومني نو بیا له تاسو د یوې څیړنیزې موضوع اړوند پروپوزل غواړي.
د پروپوزل موضوع ځینې وخت ستاسو لارښوود استاد ټاکي مګر ډیری وخت زدکوونکي ته د انتخابولو چانس ور کوي، په دواړو حالاتو کې باید یو جامع او هر اړخیز پروپوزل ولیکل شي.
د یادولو ده چې د پروپوزل موضوع په ډیرو کمو حالاتو کې ستاسو د تیزیس موضوع انتخابیږي، بلکې د دغه پروپوزل له لارې استاد یوازې د څیړنو اړوند ستاسې مفکوره مالوموي.
څیړنیز پروپوزل باید لاندې ځانګړنې ولري:
د انځور حقوقDURHAM UNIVERSITY
Image caption
د پروپوزل موضوع ځینې وخت ستاسو لارښوود استاد ټاکي مګر ډیری وخت زدکوونکي ته د انتخابولو چانس ور کوي
د څیړنې موضوع باید یوه نوې او د اوسنیو شرایطو سره سمون ولري.
د (۲-۵) صفحو درلودونکی وي.
د پروپوزل عمومي جوړښت د لاندې برخو درلودونکی وي:
عنوان(Title):واضح، لنډ او مانا درلودونکی وي.
لنډیز(Abstract): د (۱۰۰-۲۰۰) کلمو درلودونکی لنډیز چې د موضوع اړوند معلومات، د څیړنې ډول یا لاره او متوقعه لاسته راوړنې پکې ذکر شوې وي.
عمومي معلومات(Introduction): د موضوع اړوند بشپړ معلومات او ټولو هغو تیرو څیړنو ته کتنه چې د موضوع اړوند اجرا شوې دي. هڅه باید وشي چې د تیرو څیړنو هغه ټکي ولټول شي چې نه وي اجرا شوي او یا که اجرا شوي وي خو تاسو پکی تغیرات راولئ او نوموړي تغیرات باید په واضح ډول بیان کړل شي.
موخې(Objectives): د دغې څیړنې موخې په واضح ډول یادې کړئ.
متوقعه نتیجی(Expected Results): د نوموړې څیړنې متوقعه پایلې به څه وي.
اخځلیکونه(References): له هغو معتبرو سرچینونو(مقالې، کتابونه او نور) مو چې ګټنه کړې د پروپوزل په وروستۍ برخه کې یادې کړئ.
کله مو چې پورتني اسناد بشپړ کړل مختلفو بورسونو ته خپل غوښتنلیک واستوئ، ان شاءالله ستاسو د کامیابۍ چانس به حتمي وي.
پاتې دې نه وي چې ځینې بورسونه د غوښتنلیک له ارزولو وروسته مستقیماً د کامیابۍ او ناکامۍ احوال د ایمیل له لارې تاسو ته استوي.
مګر ځینې بورسونه د غوښتنلیک له ارزولو وروسته یو بل پړاو هم لري، چې هغه مخامخ لیدنه(Interview) ده او دا لیدنه د هیوادونو په مربوطه سفارتونو او یا د سکایپ له لارې برابرېږي.
No comments