Header Ads

تازه مطالب

مسکا ( خندا ) دطب او ارواپوهنې له نظره!!!

 
څيړنو په زباد رسولي دى چې مسکا حتى که په زور او مصنوعي توگه هم وي، دروحيې دښوالي او دغوره احساس سبب گرځي.
او همدارنگه دمسکا پر وخت سروتونين توليديږې چې دخوښۍ راوړونکى هورمون دى او دخفگان ضد مادې په توگه عمل کوي.
دمسکا اړوند پټ رازونه؛؛؛
* مسکا څهره ښکلي کوي.
* مسکا دخپل ځان او نورو دروحيې دبدلولو تر ټولو اسانه لار دي. 
* مسکا تر ټولو غښتلې وسله ده!
* سوله پر مسکا پيليږي. 
* مسکا عمر اوږدوي.
* مسکا عمر کم ښايې.
* مسکا دبدن رگونه ازادوي چې دا په خپله روغتيا ته گټه رسوي.
* مسکا دويني کلسترول کموي.
* مسکا دزړه ضربان کموي.
* مسکا دمعدي ټپ له منځه وړي.
* مسکا دپوستکي گونځې له منځه وړي.
* مسکا سره غاښونه ښکاري او مجبوريږى چې خپل غاښونه پاک وساتى چې دا بيا دهضمې سيستم دسالم ساتلو يو راز ده.
* مسکا ستړيا له منځه وړي.
* مسکا په ټولو وگړو مثبت اغيز کوي.
* مسکا دانسان پر بدن ښه اغيز لري.
* مسکا دانسان تر ټولو غوره ډاکټر دي. 
بس دا شتمني دسهاره تر ماښامه وويشئ!!
ځکه پر مسکا سره دمړي شونډې هم ښکلې ښکارې؛؛
ليکنه دڅلور کېپسول له کتابه( دوهم کېپسول)
نوټ : درب سره تل په ژاړه او دخلکو سره بيا پر مسکا مخ 
کيږه!!!
 ځکه چې رب ژړا او خلک مسکا خوښوي.
#ارواپوهنه
--------------
د جالبو او عجايبو مطالبو لپاره
👈زموږ بلاګر فالو  کړئ!

No comments