Header Ads

تازه مطالب

51 مرضونو علاج حیران به شي

تر څو چې کولای شی شیئر یی کړئ.... مننه 😍😍😍

زیری          زیری                    زیری 
د مسلمانانو لپاره  دمرګ نه بی غیر دهر مرض  شفاء

﷽ د جسماني علاج په هکله ځینې نبوي درمل:

حبة السوداء (توره دانه) Negella sativum

د نبوي طب په ادویه ؤ کې حبة السوداء خورا هسک مقام لري، حبة السوداء عربي نوم دی چه معنا یې ده توره دانه.
حبة السوداء ته په فارسي کې شُونیز وایي او سیاه دانه هم ورته ویلی شي چه دا د حبة السوداء کلیمې فارسي ترجمه ده.  په اردو ژبه کې ورته کلونجي ویل کيږي، او په انګریزي طبي اصطلاح کې ورته نیجیلاسټوم ویل کیږي.
د حبة السوداء بوټی د ځمکې څخه کابو نیم ګز لوړیږي او تک شین نیلي رنګ کوي، په پنځیزه توګه په بیدیاو او ځنګلونو کې زرغونیږي، مګر د هغو طبي ګټو او منافعو له کبله چه په دغه بوټي کې الله تعالی ودیعت کړي دي زراعتي هم ګرځولی شوي دي او کرل کیږي. تخم او دانې یې تکونې (درې کونجه) لرونکي دي او غوړ لري.

#د_درمل_په_توګه_استعمال:

هغه نبوي حدیث چه حبة السوداء پکې د درمل په توګه معرفي کړای شوې ده په لاندې ډول دی:

"عن سالم بن عبدالله یحدث عن ابیه ان رسول الله ﷺ قال: علیکم بهذه الحبة السوداء فان فیها شفآء من کل داء الاالسام."
(رواه ابن ماجه)
#ژباړه: له سالم بن عبدالله رضي الله عنهما څخه روایت دی چه هغه له خپل پلار حضرت عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما څخه حدیث بیانوو چه رسول الله ﷺ فرمایلي دي: تاسې دغه حبة السوداء (توره دانه) ارومرو استعمال کړئ، ځکه چه پدې کې له مرګ څخه پرته له بل هر مرض څخه روغتیا ده. دا حدیث ابن ماجه په خپل سنن کې روایت کړی دی.
#طبي_څېړنه:

د معاصر تجربوي طب څېړونکو د حبة السوداء کېمیاوي ترکیب په هکله څېړنه کړې ده چه په نتیجه کې یې ویلي دي: په حبة السوداء کې ډېر کېمیاوي درملیز مواد موجود دي چه د هغو له جملې څخه: فاسفور، کاربوهایدریت، ګلو کوسایډ، اوسپنه، د سرطان ضد کروټین د خاصې یادونې وړ دي. له همدې کبله په بېلا بېلو هېوادونو کې د معاصر طب اطباء د حبة السوداء په هکله دا څېړنه کوي چه دغه نبوي معجزه درمل د کومو او څو ناروغیو لپاره مؤثر دي، چه په نتیجه کې یې تر اوسه پورې دا ثابته کړې ده چه حبة السوداء او د هغې تیل په ترکیبي او انفرادي توګه د یو پنځوس ۵۱ ناروغیو لپاره اغېزمن علاج او درمل دي، چه هغه ناروغي په اجمالي توګه په لاندې ډول دي:

۱: د بلغمې تبو لپاره.
۲: د سوداوي تبو لپاره.
۳: د معدې د پېچش ختمولو لپاره.
۴: د معدې د ګیس د تحلیل لپاره.
۵: د قولنج لپاره.
۶: د فالج لپاره.
۷: د بواسیرو لپاره.
۸: د اسهال لپاره.
۹: د سر خوږي (صداع) لپاره.
۱۰: د معدې د تېزابیت ختمولو لپاره.
۱۱: د معدې د چینچیو لپاره.
۱۲: د کدو دانه چینچیو د لمنځه وړلو لپاره.
۱۳: د ګوزڼ لپاره.
۱۴: د سالنډۍ لپاره.
۱۵: د ګردو د تیږو لپاره.
۱۶: د غاښونو د درد لپاره.
۱۷: د لوند ټوخي لپاره.
۱۸: د ګنجي توب لپاره.
۱۹: د ښځو د حیض د جاري کولو لپاره.
۲۰: د بولو د ادرار لپاره.
۲۱: د زیړي (یرقان) د ناروغۍ لپاره.
۲۲: د جلدي ناروغۍ پیستوب لپاره.
۲۳: پر بدن د تورو داغونو د لمنځه وړلو لپاره.
۲۴: د نسیان (هېره) د ورکولو لپاره.
۲۵: د غوږونو د درد لپاره.
۲۶: د سترګو څخه د اوبو بهېدو (آشوب چشم) لپاره.
۲۷: د قوه باد د کمزوري ختمولو لپاره.
۲۸: د سینې د هر ډول ناروغۍ لپاره.
۲۹: د وینې فشار د لوړېدو او اعتدال لپاره.
۳۰: په وینه کې د کلسټرول ختمولو لپاره.
۳۱: د شکر ناروغۍ لپاره.
۳۲: د سر د وېښتانو د تویدو لپاره.
۳۳: د ستونې د دردونو لپاره.
۳۴: د سرطان د ناروغۍ لپاره.
۳۵: د سرګېدلو ناروغۍ لپاره.
۳۶: د پړپوس د ناروغۍ لپاره.
۳۷: د روماتیزم لپاره.
۳۸: په معده کې د امیب د ناروغۍ د ختمولو لپاره.
۳۹: د تناسل د کمزورتیا د لمنځه وړلو او هورمونونو د پیاوړتیا لپاره.
۴۰: د زکام او نزلې لپاره.
۴۱: د بې خوبۍ او په خوب کې د ډارېدو لپاره.
۴۲: د بدن کسالت او اندام دردي د لمنځه وړلو لپاره.
۴۳: د اشتهاء د کمزوري ختمولو لپاره.
۴۴: د استسقاء د ناروغۍ لپاره.
۴۵: د ښځو د شیدو د زیاتوالي لپاره.
۴۶: د بدهضمۍ او ټیغونو لپاره.
۴۷: د سلګۍ ختمولو لپاره.
۴۸: په کور کې د لوګي کولو په ذریعه د حشراتو ختمولو لپاره.
۴۹: د اعصابو د کمزورتیا د ختمولو لپاره.
۵۰: د باڅاره توب د ناروغۍ لپاره.
۵۱: د لیوني سپي خوړلي لپاره.
د مار، لړم د زهرو د لمنځه وړلو لپاره.
لنډه دا چه: تُدَمَّرُ کُلَّ شَی ءًبِاَمْرِ رَبِّهَا... د احقاف سورة ۲۵ آیات.
#یادونه: د ثواب په نیت یې د نورو ملګرو سره شریک کړئ!

ــــــــــــــــــــــــــ
 
 دخوراک طریقه په هرسه کی خوړل کیږې ترکرۍ ډوډۍ وغیره کې

په هر ځای کې یې پیدا کولای شی 


No comments