Header Ads

تازه مطالب

ډارک ویب

د ډارک ویب Dark Web لپاره غوره  VPNs (Virtual Private Networks) خیالي خصوصي شبکې او د کارولو طریقې یې!

که تاسې د TOR پلټونی (TOR Browser) کاروئ باید هیڅکله ډاډه ونه اوسئ چې تاسې په مکمل ډول پټ یاست، ستاسې د انټرنیټ شرکت ستاسې په IP Address او ویب سایټونو نه دې خبرخو دومره پوهيږي چې تاسې TOR Browser کاروئ او په ځینو هېوادونو لکه روسيه او ترکیه کښې دولتونه په دې باور دي چې د TOR Browser کاروونکي د جرم درلودونکي خلک دي نو هغوی ستاسې د انټرنیټ د شرکت لخوا پوهیږي چې تاسې TOR Browser کاروئ، نو د دې لپاره چې ستاسې پلټونی Browser ستاسې د انټرنیټ شرکت ته ښکاره نشي زه تاسې ته د ځینو Virtual Private Networks چې په مرسته یې کولای شئ خپل هر څه پټ کړئ دلته بحث کوم.
دغه Virtual Private Networks ستاسې IP Address,  د Browser ‌ډ‌ول ، ستاسې ویب سایټونه او ټول ټرافیک پټوي.

زه دلته د هغو Virtual Private Networks  خصوصي خیالي شبکو معلومات او د کارېدو طریقې در ښیم چې په Dark Web کښې ستاسې هر څه پټوي.

لومړئ: Express VPN
دغه Virtual Private Network زما تر ټولو د خوښې وړ پټه خیالي شبکه ده چې په مرسته یې کولای شئ ډارک ویب وکاروئ، ډیر چټک، خوندي دی او اسانه فعاله کیږي.

دویم: NordVPN
د ډارک ویب لپاره تر ټولو ارزانه او خوندي پټه خیالي شبکه ده، د دغې شبکې ټول تمرکز پر خوندیتوب او د معلوماتو پر محرمیت دی.

دریم: CyberGhost VPN
دغه پټه خیالي شبکه د مخکې له مخکې امنیتي تنظیماتو سره ستاسې په کمپیوټر کښې انسټالیږي او په نړۍ کښې د پټو سرورونو تر ټولو نورو شبکو خوندي شبکې لري.

څلورم: SurfShark
دغه خیالي خصوصي شبکه د ښه امنیت درلودونکې،  د محرمیت پرمختللي ځانګړني او سرعت یې د انټرنیټ له مخې محدود نه دی.

څنګه کولای سئ چې د خیالي خصوصي شبکې Virtual Private Network له لارې ډارک ویب  Dark Web پټ وپلټئ؟

د ډارک ویب Dark Web پلټل ګران کار دی، زه یې دلته د پلټلو طریقه تشریح کوم.

لومړئ: له پورتنیو ذکر سویو خیالي خصوصي شبکو Virtual Private Networks څخه په یوه کښې اکاونټ جوړ کړئ، زما سپارښتنه یواځې ExpressVPN دی.

دوهم: د خیالي خصوصي شبکې له سرورونو سره وصل شئ، هیواد فرق نه کوي ځکه شبکه تاسې له چټک، نژدې او خوندي سرورونو سره تړي.
دریم: د ډارک ویب د پلټلو چابکه طریقه د TOR Browser کارول دي، چې کله د خیالي خصوصي شبکې له سرورونو سره وصل سوئ بیا TOR Browser راکښته کړئ او نور یې استفاده کړئ.

سپارښتنه:
ټولې خیالي خصوصي شبکې Virtual Private Networks د ډارک ویب لپاره مناسبې نه دي ځکه ځینې یې داسې دي چې ستاسې Logs  تاریخچه ساتي او یو حکومت کولای سي دغه تاریخچه د خیالي خصوصي شبکې له شرکت څخه وغواړي.

د ډارک ویب د پلټلو لپاره غوره خیالي خصوصي شبکې باید دغه لاندې ځانګړنې ولري.

لومړئ:  پر محرمیت تمرکز! ستاسې د پلټنې هیڅ برخه باید له ځان سره ونه ساتي.
دوهم: قوي امنیت! باید پر مختللي امنیتي تدابیر ولري د بېلګې په ډول نه ماتېدونکی انکرپشن Encryption

دریم: په هیڅ صورت باید تاسې تعقیب نه کړي یعني ستاسې څخه ستاسې ایمیل ادرس، اول او دوهم نوم ونه پوښتي.

څلورم: سرعت یې باید زیات وي ځکه یو خو ډارک ویب ډیر ورو دی او بیا چې د خیالي خصوصي شبکې سرورونه ورو وي نو په درد نه خوري.
پنځم: باید د سرورونو سرعت یې د انټرنیټ له مخې محدود نه وي، یعنې داسې نه وي چې تاسې ته یواځې 10MBPS سرعت درکړي، باید سرعت یې نامحدود وي.

کولای سو چې د ډارک ویب Dark Web  د پلټلو لپاره یوه وړیا خیالي خصوصي شبکه Free Virtual Private Network وکاروو؟

زما سپارښتنه دا ده چې وړیا خیالي خصوصي شبکې مه کاروئ ځکه هغوی د ډیرو خلکو لخوا کاریږي او پر سرورونو یې بې اندازې زیاته ګڼه ګوڼه وي چې ډیر ورو کار کوي او د TOR Browser خپله ورو دی.
د وړیا خیالي خصوصي شبکې کارول تاسې ته ستاسې د معلوماتو د نه افشا کولو هیڅ ډاډ نه درکوي. څلوېښت سلنه خیالي خصوصې شبکې ستاسې معلومات د الکترونیکي بازارموندنې پر شرکتونو پلوري. د دوه زره نولسم کال یوه سروې ښیي چې وړیا خیالي خصوصي شبکې اتیا سلنه Malware لري چې کولای سي شخصي معلومات مو د خلکو په لاسونو کښې واچوي.

آیا د ډارک ویب Dark Web پلټل غیر قانوني دي؟

د ډارک ویب کارول کوم غیرقانوني کار نه دی خو ډارک ویب د بد شهرت نوم لري ځکه نړیوال مجرمان یې د نشه توکو د رانیولو او قاچاق، د اسلحو د رانیولو او خرڅولو، د غلا سویو کریډیټ کارډونو د رانیولو او نورو غیرقانوني کارونو لپاره کاروي. په ځینو هېوادونو لکه هندوستان،  روسیه، ترکیه او برطانیه کښې یواځې د Tor Browser کارول مو د حکومت څارلیست ته وراضافه کوي.
خو په ټوله کښې د ډارک ویب کارول چې کوم غیرقانوني کار نه کوئ، هیڅ غیرقانوني نه دی.
له نورو سره یی شیر کړی

No comments