د امبار خاورو لاندې یو ځوان پروت دی
د امبار خاورو لاندې یو ځوان پروت دی
مېرمنې یې لۀ پاسه د خپل سر پۀ گلدوزۍ جوړ تور ټیکری جنډۀ کړی دی. پۀ زخمي زړۀ پېغلې د خپل خاوند د لاس ډالۍ بېرتۀ خپل خاوند ته ډالۍ کړه!
د غمونو پۀ وطن کې یوې غمجنې غېرتي پېغلې، خپل هغه ټیکری، چې خاوند یې ورته پۀ ډېره مینۀ ډالۍ کړی وو، د خپل زړۀ د تسکېن پۀ خاطر بېرته خپل خاوند ته ډالۍ او د ځوانېمرگ خاوند پر قبر و غوړاوه، څو خاوند یې تر سیوري لاندې ارام وکړي.
دا د هغې بورې مور د زړۀ د ټوټې زیارت دی، چې پۀ یو عالم ارمانونو او سختیو یې لوی کړی وو، خو پۀ یوه ثانیه کې ټول ارمانونه لوپه او ونړول او د تل لپاره یې د خوږ زوی په وېر کېنوله.
څنگه جنگ دی چې انجام ته نۀ رسېږي
خدایه څومره به قتلیږي پــــــــښتانۀ

No comments