غجیبه کیسه
عجیبه کیسه!
یو شتمن سړي د خپل کور له کړکۍ څخه د باندې کتل چې په یو فقیر یې سترګې ولګېدې چې د نوموړي د کور مخکې د ډیران په کچره کې څه لټوي.
شتمن له ځان سره وویل: “شکر خدایه چې فقیر او بې وزله نه یم.”
په ډیران کې لالهانده فقیر په یوه لیوني سترګې ولګېدې چې د سړک په څنډو روان دی، له ځان سره اپلتې وایي.
فقیر له ځان سره وویل: “شکر خدایه چې لېونی نه یم، فقر او غریبي خو کوم عیب نه دی.”
د لېوني امبولانس ته ورپام شو چې بېړنی ناروغ روغتون ته لېږدوي، له ځان سره یې وویل: “شکر خدایه چې ناروغ نه یم، که هر څه یم، پخپلو پښو روان یم”
د ناروغ په روغتون کې په داسې جسد سترګې ولګېدې چې ساه یې ختلې وه او کورنۍ یې د تکفین په موخه د وروستي ځل لپاره کور ته لېږداوو، له ځان سره یې وویل: “خدایه شکر چې ژوندی یم، ناروغي به هم تېره شي.”
یوازې مړی وو چې د شکر اداء کولو فرصت یې نه درلود!
نتیجه:
د دې لپاره چې د ژوند په قدر پوه شئ، کله ناکله روغتون، زندان او هدیرې ته سر ورښکاره کړئ، تر څو پخپل حال شکر وباسۍ.
یادونه: که مو چیرته تر آخيره لوستلې وي نو مهرباني وکړي په کمنټ کي ولیکی چه ولوستل شوه
بلاګ درسره فالو کړﺉ مننه

No comments