Header Ads

تازه مطالب

مار لیدل په خوب کې

ابن سیرین وایي:-  په خوب کې مار لوی او په د ښمنۍ کې قوي دښمن دی، که چا ولیدل چه مار ورسره ده (لري یی) له لویانو سره به تعلق پیدا کړي او که یې ولیدل چه له مار سره یې جنګ دی او بالاخره یې ماتې ورکړه، له دښمن سره به وجنګیږي او په آخر کې به ورته ماتې ورکړي او که یې ولیدل چه مار یې واوژه او غوښه یې وخوړه، په دښمن به برلاسی کیږي او مال به یې اخلي او مصرفوي به یې.

حضرت امام ابن سیرین.رح.فرمایلي دي چي په خوب کي مار لیدل پټ دښمن دی.
که یو څوک په خوب کي وویني چي دده په کور کي مار دی نو تعبیر یې دادی چي دده په کور کي دښمن دی.

اوکه په صحرا کي مار وویني. نو تعبیر یې پردی دښمن دی.

اوکه وویني چي دمار سره یې جګړه کړې ده نوتعبیر یې دادی چي ددښمن سره به جګړه کوي.

اوکه وویني چي مار پرغالب سوی دی نوتعبیر یې دادی چي پردښمن به بریالیتوب ترلاسه نه کړي.

اوکه وویني چي مار چیچلی دی نوتعبیر یې دادی چي دښمن به ورته تاوان رسوي.

اوکه وويني. چي مار يې مړ کړی دی نوتعبیر یې دادی چي پردښمن به بریالی سي.

اوکه وویني چي دمار غوښه يې خوړلې ده نوتعبیر یې دادی چي ددښمن مال به خوري او خوشحالي به ترلاسه کړي.

اوکه وويني چي مار ورسره ښه خبري کړي دي نوتعبیر یې دادی چي دهغه څخه به خوښي ترلاسه کړي.

اوکه وویني چي مار ورسره بدي خبري کړي دي نوتعبیر یې دادی چي دښمن ورباندي بریالیتوب ترلاسه کړي.

اوکه مړ مار په خوب کي وویني نو تعبیریې دادی چي الله تعالی به یې دشر او فساد څخه وژغوري.

اوکه وویني چي مار یې تابع سوی دی نوتعبیر یې دادی چي عزت اومرتبه به ترلاسه کړي.

اوکه ووینی چی مار ور څخه تښتېدلی دی نوتعبیر یې دادی چي دښمن به یې کمزوری وي

No comments